ګاردین: د طالبانو او اسلام‌آباد تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي

لخوا Aamaj News

د بریتانیا هېواد چاپ ګاردین ورځپاڼې د طالبانو حکومت او پاکستان د اړیکو أه اړه یوه مقاله خپره کړې.

په یاده مقاله کې راغلي؛ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بریدونه چې د بریتانیا د راج وخت ته راګرځي د طالبانو او اسلام‌آباد اړیکې یې ترینګلې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د یکشنبې ورځ د کرم اجینسۍ کې د یو برید په پایله کې پینځه پاکستاني سرتېري ووژل شول او د پاکستانی طالبانو تحریک یې مسوولیت پر غاړه واخیست.

ګارډین د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، شاه‌محمود قریشي څخه په نقل قول لیکلي، چې اسلام‌اباد په افغانستان کې د طالبانو حکومت رهبرۍ ته ویلي چې د پاکستان د طالبانو تحریک د افغان طالبان لپاره آزمایښت دی، تر څو ولیدل شي چې آیا دوی کولی شي سخت دریځه ډلې کنټرول کړي، یا نه؟

ګارډین ورځپاڼې په دوام کې له شاه‌محمود قریشي څخه لیکلي چې که د طالبانو حکومت د پاکستان اندېښنو ته رسېدنه ونه کړي، څوک د القاعده شبکې نورو سخت دریځو شبکو سره د دوی د اړیکو پرې کېدو باندې باور وکړي؟

ګارډین لیکلي؛ چې د افغانستان پخوانی حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې پر سره ګیر و، خو کله چې تېر کال طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د پاکستان د صدراعظم ګوند، انصاف تحریک په ګډون اسلامي ګوندونو او متقاعده افسرانو پرې خوښي څرګنده کړه.

د ګارډین په مقاله کې افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدلو څخه د پاکستان لپاره بیاځلې نفوذ پیدا کولو د یو نوي فرصت او استراتژیکې بریا په توګه ګنل شوې؛ خو د مقالې لیکل باور لري چې ډېورنډ کرښه د یو برخه افغانانو لپاره خورا حساسه مسأله ده او طالبان نه یوازې د په اوږد کې د ازغن سیم له ویستلو، بلکې له دې لارې د خلکو له تګ راتګ هم ګټه اخلي.

له دې سره؛ له هغې وروسته چې په افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړ، د پاکستان پوځ باندې په ځانګړي توګه وروستیو ورځو کې خونړي بریدونه ډېر شوي. د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په وینا؛ په یادو بریدونو کې پاکستان ته درنې مرګ ژوبلې اړول شوې دي.

خو پاکستان په افغانستان په خاوره کې د تروریستانو شتون په جدي ډول محکوم کړی.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Menuase March 6, 2023 - 12:36 pm

Oliveira GH, Qattan MY, Al Kindi S, Park SJ cialis reviews The NOEL for female reproductive toxicity was 6000 ppm for n butanol and 1500 ppm for n butyl acetate

ځواب
joupspooW March 6, 2023 - 10:06 pm

C representative photographs and bar diagram showing recovery in length of large intestine i and colon length ii of SMVT icKO mice after administration of antibiotic cocktail buy cialis and viagra online

ځواب

یو نظر پریږدئ