د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فیلېپو ګراندي تېره ورځ یو ټویټ کې ویلي؛ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره تعامل ته دوام ورکړي او له دوی ملاتړ وکړي.
ګراندي زیاته کړې؛ چې دې ملاتړ کې باید افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې هم افغان کډوال ګډون ولري.
له دې وړاندې په جېنوا کې د مرستو را ټولولو فوق العاده غونډه کې د افغانستان له وګړو سره د ۲،۴ میلیون ډالرو مرستې ژمنه هم شوې ده.
دا ناسته چې د بریتانیا، آلمان او ملګرو ملتونو لخوا جوړه شوې وه او د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره د نړۍ هېوادونو د ۴،۴ میلیارد ډالرو غوښتل شویو پیسو له ډلې د ۲،۴ میلیارده ډالرو د ورکړې ژمنه وکړه.