حنفي: هېواد ته د کډوالو د راګرځېدو یو لامل د افغانستان ټولو وګړو د حقونو تامین کېدل دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن (سه شنبه د کب ۲۴مه) یو لړ ټویټونو کې د طالبانو حکومت صدراعظم ملا حسن آخند د مالي او اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنر فلیپو ګراندي له لیدنې خبر ورکړی.

په دې لیدنه کې د کډوالو چارو فعالیتونو او هېواد ته راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره د غوره خدمتونو څرنګوالي په اړه خبرې اترې شوې دي.

حنفي څرګنده کړې؛ چې هېواد د کډوالو راستنېدلو یو لامل، د امنیت ټینګښت او د افغانستان ټولو وګړو د حقونو پر ځای کېدل دي چې رامنځته شوي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي هم ویلي؛ چې دې بنسټ له ۱۹۷۹م کال را پدېخوا ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستو په چارو کې کار کړی او اوس هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی: «په افغانستان کې د امنیت ټینګښت زموږ لپاره ښې لارې چارې برابرې کړې دي تر څو د کډوالو چارو وزارت سره لا ښه همکاري وکړو او له دې څخه خوښ یو چې تېرو څو میاشتو کې ۱۷۶ زره کورني بېځایه شوي خپلو کورونو ته ستانه شوي.»

ګراندي همداشان څرګنده کړې؛ چې افغانستان ته د کډوالو راستنېدو لپاره د ډاډه فضا جوړولو لپاره به هڅې وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ