امریکایي سناتور: پر امریکا او د دوی پر شریکانو د افغانستان له خاورې د بل برید ګواښ شتون لري

لخوا Aamaj News

د امریکا پېژندل شوي جمهوري غوښتوتکي سناتور لیندسي ګراهام ویلي چې پر امریکا او د دوی پر شریکانو د افغانستان له خاورې د بل برید ګواښ شتون لري.

ګراهام له یو امریکایي ټلویزیون سره په خبرو اترو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بیړه وتلو ته په اشارې سره ویلي چې د جو بایډن بیړنیو کړنو له امله پر امریکا او د دوی پر ملاتړو له افغانستان څخه د بل برید ګواښ شتون لري.

نوموړي زیاته کړې: «موږ هېڅ جګړې ته پای نه دی ورکړی. نوې جګړه مو پیل کړې ده.»

نوموړي ویلي چې افغانستان کې القاعده کمپونه د څرګندېدو په حال کې دي او تاریخ تکرارېږي او دا ټول د مخنیوي وړ دي.

د نوموړي په وینا طالبان، القاعده او د داعش خراسان ډله یوه ګډه وجه لري.

یاد امریکایي سناتور زیاته کړې: «داعش د القاعده پر ضد جګړه کړي او القاعده له طالبانو سره یو مخې ده. د دوی تر منځ ګډه وجه څه ده؟ دوی راډیکال اسلام پال دي.»

د ګراهام دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ځلې له افغانستان څخه د خپل هېواد د ځواکونو وتلو له څرنګوالي دفاع کړې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ