القاعده رهبر په کابل کې ووژل شو؛ ګراهام: افغانستان د نړیوالو ترورېستانو پټنځای شوی

لخوا Aamaj News

کابل کې د امریکا هوایي برید په پایله کې د القاعده ډلې د رهبر له وژل کېدو وروسته، د یاد هېواد جمهوري غوښتونکې سناتورې لیندسي ګراهام وايي چې افغانستان د نړیوالو ترورېستان په پټنځای بدل شوی.

فاکس‌نیوز له ګراهام څخه په نقل یو راپور کې لیکلي چې د القاعدې رهبر ایمن الظواهري وژنه د طالبانو لپاره چې القاعده ډله یې رد کوله، یو د قناعت وړ دلیل دی، چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترورېستان په امن پټنځای بدل شوی.

د امریکا ملي امنیت د کارپوهانو څخه په نقل قول له هغه ځایه چې دا دوه سازمانونه (القاعده او طالبان) له ډېرې مودې د یو بل په څنګ کې ژوند کوي او یو بل ته ورته ایډیولوژۍ او تاکتیکونه لري، په افغانستان کې د ظواهري را څرګندېدل د القاعده او طالبانو ترمنځ د اندېښنې وړ اړیکې څرګندوي.

دا برید د جولای میاشتې په ۳۰مه د کابل ښار شیرپور سیمه کې شوی.

ولسمشر بایډن ویلي چې ملکي وګړو او دالظواهري د کورنۍ غړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د الظواهري د مړيني له اعلان څو ساعتونه وړاندې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو هوایي برید ومنلو او هغه یې وغندول.

د القاعدې دا ۷۱ کلن رهبر یوولس کاله وړاندې د بن لادن له مړینې وروسته د القاعده شبکې مشر شو او نړۍ کې یو تر څار لاندې ترورېست وو.

ظواهري او بن لادن په ۲۰۱۱زېږدیز کال کې له افغانستان وتښتېدل او د ظواهري د اوسېدو ځای تا ډېرې مودې یو راز وو.

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ زېږدیز کال د امریکا ځانګړو ځواکونو په یو برید کې پاکستان کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر تېره شپه د نوموړي د قتل په اړه وویل چې د الظواهري په مړینې سره نړۍ «ډېره خوندي» شوه.

جوبایډن زیاته کړې: « که زموږ د خلکو لپاره کوم ګواښ یاست، متحده ایالات به تاسې ومومي، اړینه نه دی چې څومره وخت تېرېږي، اړینه نه دی چې چېرته پټ شوي یاست.»

بایدن څرګنده کړې چې د ظواهري مړینه د متحده ایالاتو د ژمنو یوه برخه ده چې «نور به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ترورېستانو په امن پټنځای بدل شي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ