امریکایي سناتور لیندزي ګراهام، تېره ورځ د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې ویلي؛ چې نه باید د طالبانو سیاسي مشروعیت ترلاسه کولو ته هڅه وکړي، ځکه طالبانو هېڅکله بدلون نه دی کړی او په راتلونکي کې به هم بدلون ونه کړي.
نوموړي په تېرو شپږ میاشتو کې د افغانستان پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو وژنو ته په اشارې سره وویل، چې د داعش خراسان څانګې جنګیالي په زیاتېدو دي او د پخواني حکومت یو شمېر پوځیان، د طالبان انتقام اخیستو له وېرې، له داعش دلې سره یوځای کېږي.
نوموړي همداشان زیاته کړې؛ چې د افغانستان خلکو ته مرسته رسول نه باید طالبانو ته ګته ورسوي او مرسته رسوونکي سازمانونه او هېوادونه باید دې امر ته پام وکړي.
ګراهام د خپلو خبرو په یوه برخه کې د طالبانو او داعش په وړاندې د افغانستان خلکو له مقاومت څخه دفاع کړې او ټينګار یې کړی، چې کوڅه څه چې طالبان وايي په هغې نه دي ولاړ او نه باید پر دوی باور وشي.
په ورته وخت کې، د پاکستان دولت د ملي امنیت سلاکار د مونیخ امنیتي ناسته کې له طالبانو سره د نړۍ د هېوادونو له تعامل دفاع کړي او ویلي یې دي: “د طالبانو ډېره انزوا د ټولو لورو په زیان دی او اوس چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې دی، باید ورسته تعامل وشي.”
معید یوسف پر طالبانو د پاکستان دولت د کنټرول او نفوذ د ادعا او د پاکستان له اوامرو د طالبانو د پیروی د ادعا په اړه وویل: “موږ د طالبانو د کنټرول قدرت نه لرو؛ دوی اوس په واک کې دي او افغانستان ادراه کوي. که موږ داسې یو قدرت درلودی، د پاکستان پر پولو به د افغانستان له دننه څخه بریدونه نه کېدل.”
معید یوسف د پاکستان په ښارونو کې د اسلام پالو ترهګرو د بریدونو زیاتېدو ته په اشارې سره ویلي؛ چې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي او که د اوضاع د ادارې لپاره کوم څه ترسره نه شي، ټول هېوادونه به د افغانستان له کړکېچ څخه زیانمن شي.
د افغانستان ګردي مېز یو شمېر نورو ګډونوالو د بېلګې په ډول؛ د ژغورنې نړیوالې کمیټې اجرایي رئیس ډيوېډ میلیبنډ او د خوړو نړیوال پروګرام اجرایي رئيس ډيوېډ بیسلي، د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د بسیج کولو پر اړتیا ټینګار کړی.
دوی له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه غوښتي، چې د افغانستان خلکو ته لاسرسی د خپلو بشردوستانه کړنو په لومړیتوب کې راولي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، نړیوالو سازمانونو او هېوادونو څو ځلې په افغانستان کې د بشري وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او افغانستان ته د جدي پاملرنې غوښتونکي شوي.