طالبانو د امریکا استازي له هغه څرګندونو څخه چې ګواکي اقتصادي ستونزې له پخواني حکومت څخه پاتې دي، ستاینه وکړه

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو ټویټ کط ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، تام وست هغه څرګندونې چې ګواکي افغانستان له اګېسټ میاشتې وړاندې له یو زورور انساني کړکېچ سره مخ و، حقیقت دی او د نوي حکومت اقتصادي ستونزې له تېر حکومت څخه په میراث پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي، تام وست ویلي و چې افغانستان د اګسټ میاشتې له نیمې وړاندې له یو وحشتناک انساني کړکېچ سره مخ و، چې دې کړکېچ د جګړې له بهیر، د کرونا کړکېچ او وچکالۍ سره زور اخیستی و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ