د عفوې نړیوال سازمان نن “دوشنبه، د دلوې ۴ مه” د زدکړو نړیوالې ورځې په پلمه په یو ټویټ کې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د ښځینه زدهکوونکو ير مخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د نړیوالې عفوې سازمان ویلي، چې ۱۲۹ ورځې کېږي له اووم ټولګي پورته نجونې د طالبانو لخوا له ښوونځي محرومې شوې دي او د افغانستان نجونې د لوړو زدکړو له اساسي حق بې برخه شوې دي.
د طالبانو حکومت د ښوونځیو د پیل لپاره هېڅ ځانګړې نېټه نه ټاکي؛ خو څه موده وړاندې د طاربانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و، چې حکومت اند کې لري چې راتلونکي کال نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه ورکړي.
په ورته وخت کې؛ د طالبانو حکومت د يوهنې وزارت چارواکي وایي، هرکله چې له دیني او کلتوري اړخ څخه مناسب چاپیریال برابر شي، دوی د نجونو له اووم ټولګي څخه د پوره ټولګیو پرانیستلو ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو څخه بیا تر اوسه له ذوم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې تړل شوې دي.
همداشان د یادونې وړ ده؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر اوسه دولتي پوهنتونونه هم نه دي پیل شوي او طالبان د هلکانو او نجونو غ د ګډ درسي سیستم پر لرې کولو ټینګار کوي.