د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي چې له ښوونځي څخه د افغانستان نجونو د لرې پاتې کېدو پرېکړه نه توجېه کېدونکې پرېکړه او د دوی د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
نوموړي ټینګار کړی چې «نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي.»
ګوترش نن (دوشنبه د وږې ۱۲مه) د یو ټوېټ خپرولو سره یو ځل بیا افغانستان کې د نجونو د زده کړو ارزښت ته اشاره کړې ده.
د نوموړي په باور؛ له زده کړو د نجونو لرې پاتې کېدو پرېکړه د دوی د حقونو تر پښو لاندې کېدل او نه توجېه کېدونې ده او دا پرېکړه ټول افغانستان ته زیان رسولی شي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره نجونې او ښځې له پراخو بندیزونو سره مخ شوي.
دوی دولتي ادارو ته د دندې ترسره کولو لپاره له تګ څخه منع او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More Information here to that Topic: aamajnews24.com/ps/girls-schools-5/ […]