د افغانستان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دوحه کې له «ټي آرټي ورلد» سره په مرکه کې ویلي؛ چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او که دوی نړیوال شرطونه پوره نه کړي، بندیوزونه نه کمېږي او دوی په رسمیت نه پېژندل کېږي.
نوموړې زیاته کړې؛ چې له شپږم ټولګي د پورته د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدل ناهیلي کوونکي دي، ځکه د نوموړې په باور دا د طالبانو لپاره یوه کلیدي آزموینه وه.
رینا امیري زیاته کړې؛ چې طالبان د نجونو د زدکړو ممنوعیت په اړه د نظر اختلاف لري او یو شمېر یې د ښوونځیو پرانېستل ښه پرېکړه بولي.
نوموړې د نجونو د زده کړو بندیدو په تړاو د طالبانو پرېکړه د نړۍ اسلامي هېوادونو په منځ کې یوه بې مخینې پرېکړه بللې ده. د امریکا ځانګړې استازې څرګنده کړې: «د ټولنې پیاوړتیا، څه له اقتصادي او څه له امنیتي اړخه د ښځو پیاوړتیا ورته اړینه ده.»
نوموړې په دوام کې د افغانستان خلک د طالبانو په وړاندې د فشار زور وبلل او ویې ویل: «د افغانستان ښځې یوازې نه دي. دوی قرباني نه، بلکې رهبرانې دي او امریکا یې تر څنګ درېږي.»
د نوموړې په وینا د افغانستان خلکو هم د طالبانو یادې پرېکړې په تړاو خپله ناخوښي څرګنده کړې او د دې هېواد خلک د نجونو د زدکړو طرفدار دي.
د امیري دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو له تړل پاتې کېدو وروسته، په دې اړه غبرګونونه اوج ته رسېدلي.
9 تبصرې
Thank you for great content. I look forward to the continuation.
Wonderful post! We will be linking to this great article on our site. Keep up the great writing
I truly appreciate your technique of writing a blog. I added it to my bookmark site list and will
Nice post. I learn something totally new and challenging on websites Watch دانلود اینستاگرام با لینک مستقیم فارسی
I just like the helpful information you provide in your articles
Thank you for starting this up. This website is something that is needed on the internet someone with a little originality!
So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..
Awesome! Its genuinely remarkable post I have got much clear idea regarding from this post
A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.