د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، توماس نیکلاسون وايي چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل د لومړۍ درجې لومړیتوب دی. هغه زیاته کړې: «تر څو چې طالبانو دا کار ونه کړي، د بشر نور حقونه هم نه مراعات کیږي.»
نیکلاسون (پنجشنبه ماښام، وږي ۳مه) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې فکر کوي د نجونو د ښوونځیو په اړه ډېرې خبرې کېږي، څنګه چې ګواکې د بشري حقونو یوازینۍ اندېښنه د نجونو زده کړه ده او هغه ته له رسېدو سره او د افغانستان خلک راضي کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه څه باندې یو کال تېرېږي او تر اوسه له شپږم ټولګۍ لوړ د نجونو د ښوونځیو دروازې نه دي خلاصې شوې.