د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې له قانوني عمر وړاندې او په زور ودونه د بشر حقونو څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي.
یاد سفارت نن (جمعه د لېندۍ ۱۸مه) د بشر حقونو نړیوالې ورځې په بهیر کې د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې ده: «په خواشینۍ سره شمېرې ښایي چې هر کال ۱۲ میلیونه نجونې ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو وړاندې او په زور واده کړلو ته اړ کېږي.»
د امریکا سفارت ویلي:«نړۍ کې هره دقیقه کې ۲۳ نجونې له قانوني سن وړاندې اړ کېږي چې واده وکړي.»
یاد سفارت خبرداری ورکړی دی چې د دې کړنه د ماشومانو د زدهکړو لارو چارو او روغتیا خطر سره مخ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پخواني حکومت د اقتصاد وزیر اعلان کړی وو، چې افغانستان کې ۲۸ سلنه نجونې له ۱۸ کلنۍ وړاندې او ۴ سلنه له ۱۵ کلنۍ وړاندې واده کړي. یاد وزارت همداشان زیاته کړې وه چې په دې هېواد کې ۷۹ سلنه ښځې کار او ګټه نه لري.