نړیواله عفوه: طالبان دې ژر تر ژر بندي شوې ښځې آزادې کړي

لخوا Aamaj News

د عفوې نړیوال سازمان نن (سه شنبه، د دلوې ۵) په یو ټویټ کې د کابل لاریونوالو ښځو پروانه ابراهیم‌خیل او تمنا زریاب پریاني له ورکېدو، چې ویل کېږي د طالبانو لخوا نیول شوې، په جدې ډول اندېښنه څرګنده کړې.

د عفوې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې د یادو دوه لاریونوالو ښځو د نیول په صورت کې دې دوی بې له کوم قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشي کړي.

دغه سازمان زیاته کړې؛ چې یادې دوې لاریونوالې ښځې، په افغانستان کې د ښځو حقونو په تړاو د طالبانو دوګونې سیاست په وړاندې منتقد غږونه دي.

د عفوې نړیوال سازمان د یاد ټویټ په دوام کې لیکلي؛ چې کابل کې ښځینه فعالانو ادعا کړې چې طالبانو تمنا او پروانه نیولې او وهل او ډبول ورکوي. او طالبان باید د عملي چارواکو په توګه ژر تر ژره دا پېښه وڅېړي او دا ښځینه فعالانې دي د نیولو په صورت کې ژر تر ژره بې له کوم قید او شرط پرته آزادې کړي.

د عفوې نړیوال سازمان همداشان ویلي، چې طالبان دې د تمنا او پروانې له نیولو څخه د انکار پر ځای، بای د ساتلو ځای یې وښایي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې دا دوې لاریونوالې ښځې څو ورځې وړاندې ورکې شوې او لا یې له برخلیک څخه کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ