طالبانو په غور کې له خلکو په ځانګړي ډول د تېر حکومت د قاضاینو په ګواښلو پیسې اخلي

لخوا Aamaj News

په غور ولایت کې د تېر حکومت یو شمېر مسولین په ځانګړي ډول قاضیان وایي چې طالبانو دوی په مرګ ګواښي او پیسې ترې اخلي.

په همدې حال کې ثبت شوی ټیلیفوني خبري چې آماج ته په لاس ورغلي، ښیي چې طالبانو له یو پخواني قاضي څخه د پیسو غوښتنه کوي. د دغي ږغیزي خبري پر بنسټ، طالبانو د پخواني دولت له دغه مامور څخه د شپږ لکو افغانیو غوښتنه کوي او هغه د پاتي مبلغ د ورکړي لپاره ګواښي.

په غور کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې دغه سړي د مولوي عین‌الدین په نامه، د تېر حکومت یو تن قاضي و.

ثبت شوی ټیلیفوني خبري ښیي چې قاضي عین‌الدین مخکې هم طالبانو ته پیسې ورکړي او د طالبانو لخوا وهل ټکول شوی دی.

د قاضي عین‌الدین یو خپلوان آماج ته ویلي چې هغه طالبانو ته څلور لکه افغانۍ ورکړي خو طالبانو د لا ډیرو پیسو غوښتنه کړې.

په دغه ټیلیفوني خبرو کې طالبانو مولوي عین‌الدین ته وایي: «موږ دي شخصي پیسې نه غواړو هغه پیسې چې دي د تېر حکومت څخه اخیستي او د امریکایانو پیسې دي موږ ته راکړه.»

خو قاضي طالبانو ته په ځواب کې وایي: «د دولت یو مامور به څومره پیسې ولري چې تاسو دومره پیسې له ما نه غواړﺉ. هر څه چې مي درلور را نه وا مو خیستل نور د پیسو د ورکړي توان نه لرم. وخت راکړﺉ چې خپل کور او سرای په رهنمای معاملاتو کې و پلورم، بیا مو پیسې درکړم.»

په غور کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې طالب چارواکو د دغو اخیستنو په اړه اته تنه نیولي چې دوه تنه قومندانان یې صفی‌الله څارن او ملا حسن نومیده او اوس ملا حسن خپل نوم په بیت‌الله مسعود بدل کړی.

له یوې خوا څخه آماج ته رسېدلي اسناد ښیي چې د طالبانو دغه «بانډ» د غور د پخواني ښاروال څخه هم پنځه لکه افغانۍ غوښتې او ده نه ورکړي په صورت کې، هغه په مرګ ګواښلی دی. دغه سند همدارنګه ښیي چې چې طالبانو نوموړي ګواښلي چې یاده موضوع د طالبانو هیڅ چارواکي سره دي نه شریکوي او د غوښتل شوي مقدار تر آماده کېدو د دوی سره اړیکه نه نیسي.

مخکې هم له کابل څخه سرچینو راپور ورکړی و چې د طالبانو په نوم وسله وال د خلکو کورونو ته دننه شوي او د کورونو په غلا لاس پوري کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ