د غور لپاره د طالبانو والي: د نظام په خاطر د پلار، مور، ناموس، ژوند او هر څه تېر یم

لخوا Aamaj News

د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست وايي، د نظام لپاره د پلار، مور، ناموس، ژوند او هر څه تېر دی.

هغه دا خبري د دغه ولایت د سلګونو اوسېدونکو په حضور د فېروزکوه ښار د خاتم النبیین په جومات کي د اختر د لمانځه په مراسمو کښې کړيدي.

ښاغلي دین دوست همدا راز تر خپل قوماندې لاندې ځواکونو ته امر کړی چې هر هغه څوک چې په ګډوډۍ، قتل او غلا  لاس پوري کوي، بې له ځنډه پرې ډزې وکړي.

هغه زیاته کړې: «له دې نیټې څخه هر هغه مجاهد چې مجرم د سر په سترګو ويني او ډزی نه پر کوي (نه یې وژني)، رښتینی مجاهد نه دی.»

د هغه په ​​وينا، «د مجرم وژل د نظام دفاع ده، که مجاهد پرې پوه شي, هر مجاهد چې له دې وروسته مجرم ووهي، زه یې خپاه لاسونه ښکلوم.»

د غور والي ویلي دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بدنامولو لپاره د پردې تر شا ډېر کسان کار کوي. خو هغه ټینګار وکړ چې د نظام د دفاع لپاره، حتی د خپل ناموس تېر دی.

هغه زیاته کړې: «که موږ پوه شو چې نظام ته زیان رسيږي، موږ به د نظام څخه د دفاع لپاره تر پلار، مور، ناموس، ژوند او هر څه تېر يو، زموږ دا خبرې جنایتکارانو ته یو خبرداری دی او سبا به پلي شي تاسو يې شاهدان اوسئ.»

خو د غور ولایت ځيني  مدني فعالان وايي، د غور د والي دغه څرګندونې د سړي وژني او قتل لپاره زمینه لا زیاتوي.

د غور د مدني ټولنې مشر محمد حسن حکيمي وايي، سره له دې چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې بېله سړي وژني بل هیڅ کار نه درلود، خو له «عمومي بخښنې» وروسته به پر مجرمينو د مستقيمي ډزې امر د هغوى د د خپلواکو محکمو  تر پوښتنې لاندې راوستلو  او سړي وژني د زياتوالى لامل به شي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړې چې دا خبرې به د دې لامل شي چې طالبان د جنایتکارانو تر نامه لاندې خپل مخالفین له منځه یوسي.

د غور والي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په تېره يوه اوونۍ کې شاوخوا لس پخواني دولتي ځواکونه په غور کې د وسله والو طالبانو له خوا له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي.

بله خوا له تېرو درېیو ورځو راهیسې د غور په تیوره ولسوالۍ کې طالبانو د پخوانیو دولتي ځواکونو د نیولو په موخه کور په کور تلاښۍ په لاره اچولې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ