په غور کې يوه نجلۍ او يو هلک په ډزو ووژل شول

لخوا Aamaj News

د نعمت الله یوسفي خپلوانو آماج نیوز ته ویلي، طالبانو هغه مهال بې له کوم دلیله په ډزو وواژه، چې نوموړی د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ په لعل سورخ کلي کې خپل کلي ته روان و.

خو په غور ولايت کې د طالبانو سيمه ييزې سرچينې اماج وايي چې په تيوره ولسوالۍ کې يوه نجلۍ او هلک د نامشروع اړيکو لرلو له امله د خپلو خپلوانو له خوا په ډزو وژل شوي، نه دا چې د طالبانو له خوا او قاتل نیول شوی دی.

خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي آماج ته وویل چې قاتل د طالبانو غړی و.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د غور ولايت په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ساحوي محاکمې د پام وړ زياتې شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ