د وژنو دوام؛ پخوانی يوځي په غور کې په ډزو وویشتل شو

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو پخوانی پوځي یار محمد د غور ولایت، فېروزکوه ښار په سوخته سیمه کې په ډزو ویشتلی.

د یار محمد خپلوان وایي؛ چې طالبانو نوموړی دوه ورځې وړاندې له خپل کور څخه بوولی او مړی یې نن (یکشنبه، د کب ۲۲مه) د لومړۍ حوزې اړوند دره قاضي سیمې څخه موندل شوی.

خو په غور کې د طالبانو تر ادارې لاندې د پولیسو قومندانۍ ویاند وايي؛ چې د یاد کس مړی موندل شوی او روغتون ته لېږل شوی. نوموړی زیاتوي؛ چې د یادې پېښې په اړه زیات مالومات په لاس کې نشته.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو لخوا د بلال په نوم د یو پنجشیري ځوان له وژل کېدو وروسته، د طالبانو لخوا د وژنو دوام غبرګونونه خپل اوج ته رسېدلي.

د ورته چلند ویډیوګانو خپرول چې صحرایي محکمه ګڼل کېږي، سخت غبرګونونه یې له ځان سره درلودل. یو شمېر دا کړنه جنایت بللې او طالبانو بدلون نه دی کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ