طالبانو په غور کې یو نارینه او ښځه د “نامشروع اړیکې” په تور په دُرو وهلي

لخوا Aamaj News

سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو په غور ولایت کې یو نارینه او ښځه “نامشروع اړیکې” په تور صحرایي محکمه کې په دُرو وهلي.

په ورته وخت کې غور کې د طالبانو محکمې رئیس ته اړوند فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي چې دوی نن پر یوه ښځه او نارینه شرعي حدود جاري کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې طالبانو ته د دوی په رسمیت پېژندل مُهم نه دي، بلکې له شرعي نظام اطاعت ورته اړین دی.

دا په ړاسې حال کې ده؛ چې نارینه او ښځینه یوه میاشت وړاندې د طالبانو لخوا د نامشروع اړیکې درلودلو په تور نیول شوي.

په ورته وخت کې؛ طالبانو تېره ورځ د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې یو ۲۵ کلن کس د زنا په تور په عام ځای کې یوه څلور لاره کې په شلاق وهلی و او څو ورځې وړاندې یې هم په بدخشان کې یوه ښځه او یو نارینه په دُرو وهلي و.

آماج_نیوز

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ