غور کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وايي چې یاد ولایت کې طالبانو یو قومي مشر او زوی یې وژلي.
غور کې د طالبانو د سرچینې په وینا رییس احمد خان او زوی یې چې دوه میاشتې وړاندې نیول شوي وو په همغه لومړیو کې په قتل رسېدلي وو؛ خو د خان کورنۍ ته یې د ژوندي پاتې کېدو په تړاو کوم ځواب ورکړل شوی نه وو.
سرچینې زیاته کړې ده چې په پایله کې تېره ورځ (یکشنبه د لېندۍ ۱۳مه) د طالبانو یو هیئت له کابل څخه غور ولایت ته راغلو او کله چې د رییس احمد خان کورنۍ له یاد هیئت څخه د دې قومي مشر د مړي او ژوندي په اړه وپوښتل د دې هیئت له فشارونو سره یاد ولایت کې طالب چارواکو ومنله چې دوه میاشتې وړاندې د خان له نیولو وروسته یې خان او زوی یې وژلي او د فېروزکوه ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې د الندر په لوېدیځ کې یې خښ کړي دي.
د طالبانو وژنې په ځانګړي ډول د پخوانیو پوځيانو او قومي مشرانو وژل نوې خبره نه ده.
له دې وړاندې هم طالبانو یاد ولایت کې د پخواني حکومت ولسي ځواک یو قومندان له خپلې مېرمنې او لور سره یو ځای وژلی وو.