طالبانو په غور کې د یوې ښځې په ګډون ۷ تنه په عام محضر کې په درو ووهل

لخوا Aamaj News

په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو محکمې په یاد ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۷ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

سرچینې نن (یکشنبه، لېندۍ ۱۳مه) زیاتوي چې طالبانو ۷ تنه د شرابو څښلو او اخلاقي فساد په تور په درو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دې ډلې مشر، ملا هبت‌الله له امر وروسته ۱۹ نارینه او ښځې په تخار او بیا ٩ نارینه او ۴ ښځې د لوګر ولایت مرکز پل علم په یوه لوبغالي کې او یو شمېر یې کابل کې په درو وهلي دي.

په تخار او لوګر کې د طالبانو صحرایي محکمه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د افغانستان د وګړو په درو وهل «ظالمانه» بللی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ