په هغه خبرپاڼه کې چې نن (سه شنبه، د قوس ۱۶ مه) د فېروزکوه ښاروالۍ لخوا خپره شوې راغلي؛ چې د غور والي په یوه غونډه کې د یاد ولایت له سوداګرو غوښتي، تر څو د کمنج پُل د بیارغونې لپاره له دوی سره مالي مرسته وکړي او ځينو سوداګرو د مالي مرستې ژمنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د یاد پُل ستنو (پایو) ته یو کال وړاندې د طالبانو لخوا چاودنه ورکړل شوې وه.