غور کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې له دې ولایت څخه د یو نوي ۱۴ کلن ځوان مړی موندل شوی.
د سرچینې په وینا د یاد ځوان مړی تېره شپه (دوشنبه د زمري ۲۴مه) د غور ولایت وردګو سیمې څخه موندل شوی.
په ورته وخت کې د طالبانو امنیتي چارواکو د یاد خبر په منلو سره ویلي چې لومړی د یاد ځوان ساه بنده کړل شوې او وروسته په دار ځړول شوی.
د یادې پېښې هویت او انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.