د غور لپاره د طالبانو والي له ځوانانو سره په لیدنه کې: ږیره پرېږدﺉ او لونګۍ وتړﺉ چې نړۍ له موږ څخه وډار شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر دولتي خبري آژانس په یو راپور کې لیکلی چې دغور ولايت يو شمېر ځوانانو او اوسېدونکو د دغه ولايت لپاره د طالبانو له والي سره کتلي څو خپلې ستونزې او ننګونې ورسره شريکې کړي.

په دې ناسته کې محصلینو هم د څښاک د پاکو اوبو د کمښت او د یوه معیاري کتابتون د نشتوالي په اړه خپلې ستونزې له ملا احمدشاه دین دوست سره شریکې کړي دي.

د غور ولایت لپاره د طالبانو والي، ملا احمدشاه دین دوست د دیني ارزښتونو پر ساتنې د ټینګار په ترڅ کې ویلی: «ځوانان باید ږیره پرېږدي ترڅو نړۍ له موږ څخه وډاریږي او همدارنګه له ښځینه زده کړیالانو څخه غواړم چې حجاب مراعات کړي.»

له بلې خوا د غور لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس، مولوي عبدالحى زعيم په دې غونډه کې ویلی چې دوى به د ځوانانو او محصلينو ستونزو ته پاملرنه وکړي، په دې شرط چې ځوانان هم ديني ارزښتونو ته غاړه کښېږدي.

طالبانو پر هېواد تر خپلي واکمنۍ وروسته د نارینه وو پر ږیره او د ښځو پر نقاب اغوستلو ټینګار کړی، خو دیني کارپوهان وايي چې طالبانو د مذهب تر نامه لاندې پر خلکو قومي ارزښتونه تپي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ