غور کې ناپېژنده وسلوالو یو مولوي او یو ډاکټر ووژل

لخوا Aamaj News

په غور کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې ناپېژنده وسله‌والو د غلام رسول په نوم یو ډاکټر وژلی دی.

دا پېښه تېره ورځ (سه شنبه د زمري ۱۱مه) رامنځته شوې ده.

د طالبانو د چارواکو په وینا، دغه ډاکټر د شپې مهال له حسینیې څخه تر وتلو وروسته د شپې له خوا د خپلې کروندې خړوبولو ته تللی و، چې د څلورو ناپېژنده کسانو له خوا په چړو وژل شوی.

په ورته وخت کې سرچینې آماج ته تایید وي، چې تېر ماښام یو شمېر موټرسایکل سپرو وسله‌والو د فیروزکوه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د قاقضي درې په سیمه کې یو دیني عالم، مولوي عبدالمتین محمدي په ډزو وژلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ