طالبانو د غور په لعل او سرجنګل کې د جګړې دوه اسیران په ډزو وژلي

لخوا Aamaj News

د غور په لعل او سر جنګل ولسوالۍ کې سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو یاده ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د پخواني قومندان محمد مرادي دوه خپلوان له نیولو وروسته په ډزو وژلي.

سرچینې یاد دوه بندیان عارف او آصف نومولي او زیاته کړې یې ده؛ چې دوی (یک شنبه د چنکاښ ۵مه) سهار مهال د لعل او سر جنګل په دهن چهارآسیاب سیمه کې د طالبانو بند ته لوېدلي وو.

سرچینې زیاته کړې؛ چې طالبانو یاد دوه کسان په لاره کې په ډزو وژلي او مړي یې سړک ته څېرمه غورځولي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ سهار مهال د «دهن چهارآسیاب» سیمه کې د محمد مرادي په کور برید کړی.

په یاد برید کې د محمد مرادي، ښځې او لور په ګډون یې شپږ کسان وژل شوي.

خو طالبان وایي چې د مرادي پر کور یې له مولوي مهدي سره د اړیکو درلودلو له امله برید کړی. د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې یاد برید کې مرادي او پینځه کسان نور وژل شوي او څلور کسان ټپیان دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ