طالبانو په غور کې یو ځوان پر یوه نجلۍ د «جنسي تېري او ځورونې» له امله؛ په ۳۵ دورو او یوه میاشت بند محکوم کړی.
غور کې د طالبانو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ چې دا ځوان مهدي نومېږي او د یاد ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ چې مهدي د یادې نجلۍ د شکایت پر بنسټ نن سه شنبه د اړوند بنسټونو تر څېړنو لاندې شو او له هغې وروسته د یاد ولایت د لعل او سر جنګل ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې لخوا ورباندې شرعي حدود پلې شول.
دا په داسې حال کې ده؛ چې تېره ورځ هم یو ځوان د یوې پیغلې د ځورولو له امله د یاد ولایت د ښاري محکمې لخوا په ۲۹ شرعي دورو محکوم او سزا ورکړل شوې وه.
4 تبصرې
Thank you for great article. I look forward to the continuation.
This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.
I am truly thankful to the owner of this web site who has shared this fantastic piece of writing at at this place.
I truly appreciate your technique of writing a blog. I added it to my bookmark site list and will