طالبانو کابل کې د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی افسر ووژلو

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر محمد صبور ذکریا ووژلو.

سرچینه زیاتوي؛ چې نوموړی د پخواني کورنیو چارو وزارت د افسر محمد اعظم زوی وو.

د سرچینې په روایت؛ طالبانو نوموړی درې ورځې وړاندې د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند سیمې څخه نیولی وو او له وهلو ډبولو وروسته یې ووژلو.

نوموړی د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د نواچ سیمې اوسېدونکی وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم په څو ځلې پخواني پوځیان د طالبانو لخوا نیول شوي، وهل او ډبول شوي، په ډزو وژل شوي او ځینې ځایونو کې ترې سرونه پرې شوي.

د یادونې وړ ده؛ چې طالبانو تل د پخوانیو پوځیانو وژل رد کړي او وایي چې د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ