غزني کې سېلابونو د دوه ښځو او درې ماشومان په ګډون د اوو کسانو ژوند واخیست

لخوا Aamaj News

غزني کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې یاد ولایت کې د سېلابونو بهېدو او یو موټر بند پاتې کېدو له امله، د دوه ښځو او درې ماشومانو په ګډون اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې په وینا د یادو سېلابونو په پایله کې سلګونه جریبه کرهنیزه ځکمه ویجاړه شوې او لسګونه څاروي حلاک شوي.

سرچینې زیاته کړې چې تېره شپه د ماسفرینو یو ۵۸۰ ډوله موټر د غزني ولایت مقر ولسوالۍ په پل مطیع سیمه کې سېلاب کې بند پاتې شو چې په پایله کې یې څلوېښت تنه بند پاتې شوي مسافرین د سیمې اوسېدونکو لخوا وژغورل شول.

سرچینې وایي چې د یادو سېلابونو په پایله کې شااوخوا سل جریبه کرهنیزه ځمکه او ۱۲۰۰ مثمر او غیر مثمرې ونې له منځه تللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د یاد ولایت ناور ولسوالۍ کې دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ