نامعلومو وسله والو په غزني کې د حزب تحریر مسول وواژه

لخوا Aamaj News

په غزني کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وایي چې تېره شپه (سه شنبه، زمري ۱۸مه) په دغه ولایت کې د تحریر ګوند ولایتي مسوول د وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچينې په وينا، دغه کس عبدالعزيز محمدي نومېده او تېره ورځ د وسله والو کسانو له خوا په غزني ښار کې له خپل کور څخه را ايستل شوى او څو ساعته وروسته يې جسد د غزني د دويمې امنیتي حوزې اړوند په امام حداد کلي کې موندل شوى دى.

په غزني کې يوې بلې سرچينې طالبان د دې وژنې پړ بللی او ويلي يې دي، چې دغه کس په ښکاره امارت او جمهوري نظام د اسلام خلاف ګڼلی او په اسلامي نړۍ کې د خلافت د نظام کلک پلوي و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د حزب تحریر غړو په پنجشېر کې د القاعدې د مشر د جنازې غیابي لمونځ کړی و.

اړوند لیکنې

1 تبصره

PANDA555 vs LSM99 ทำเงินจาก สล็อตเว็บตรง March 30, 2024 - 11:32 pm

… [Trackback]

[…] Find More on to that Topic: aamajnews24.com/ps/ghazni-6/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ