د یو “انسان پېژندونکي” د تېښتې بیه؛ آیا افغانستان کې د کتاب وژنه رارسېدلې؟

لخوا مهناز مشعل

د پخواني ولسمشر، اشرف غني د تېښتې او د طالبانو په لاس د نظام پر ځېدلو بیه، اوس په افغانستان کې په ډېره بد ډول پرې کېږي؛ د ماشومانو، بدن غړو پلورل او لوږه یوازیني څېزونه دي چې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ ورته کتنه کړي.

د جمهوریت نظام له پرځېدو وروسته، د کتاب بازار په پلازمینه او ولایتونو کې پیکه شوی تر دې چې؛ د کتابونو پلورنځي یو په بل پسې بندیېږي او کتابونه لیلام ته اېښودل کېږي.

له دې وړاندې لیکوال او شاعر جاوید فرهاد خپل کتابونه د کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره، کابل کې لیلام ته اېښي و.

نوموړی د هغه ډېرو کسانو یوه بېلګه ده چې خپله معنوي پانګه یې له ډېرې کمې بیې سره پلورلو ته اېښې.

شاعرانو، لیکوالانو او رسنیزو فعالانو په کابل کې د کتاب پلورنځیو له بندېدو خواشیني او اندېښنه ښودلې او وایي: “د یوې بېسواده ډلې له وام ته رسېدو او لوږې او بېوزلۍ له زور اخیستو سره؛ د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستلو انګېزه پیکه شوې.”

دوی په دې باور دي؛ چې د کتاب پلورنځیو بندېدل هېواد د تیارو په لور بیایي او هغې ته د ټولنې تدرېجي مرګ وایي.

خبریال زدکړیال حمید رازق پور د کتاب پلورنځیو وضعیت خواشینونکی بولي او وایي: “هغه ځای چې ګرم بازار نه لري د پُل سرخ د ملي مارکېټ کتاب پلورنځي دي، طالبان په یو ډول کتاب پلورنځیو ته دننه کېږي او د کتابونو د محتوا ارزونه کړي. کتاب پلورونکو فلسفي او بهرنیو رُمانونو کتابونه ټول کړي، د کتاب بازار خپله آزادي نه لري او طالبانو په یو ډول سانسور رامنځته کړی.”

په ورته وخت کې د کابل اوسېدونکی شریف‌الله شاهد د آماج خبریال ته وایي: “کتاب لوستل مړه ګېډه غواړي؛ هغه خلک چې د ډوډۍ پېرودلو پیسې نه لري، په کومو پیسو کتاب واخلي؟”

نوموړي زیاته کړې “په هغه هېواد کې چې وسله او ظلم حاکم وي، څګنه کېږي چې کتاب ولوستل شي؟”

نوموړي همداشان زیاته کړې، چې طالبانو کتاب پلورنځیو او کتابتونونو ته خبرداری ورکړی، چې د رُمانونو په ګډون غیراسلامي کتابونه دې نه واردوي او نه دې یې پلوري.

په کابل ښار کې یو لیکوال بلال ارجمند وایي: “نن کابل کې کتاب پلورنځي د یو سګرېټ پلورنځي په کچه بازار نه لري.”

نوموړي څرګنده کړي: “ځکه هغوی چې کتاب یې اخیستلو او کتاب یې لوستلو نور نشته او که شته هم دي د کتاب پېرودلو توان نه لري.”

له کابل ښار څخه نوید احمدي په پُل سرخ کې د “کتاب ښار” یو دایمي پېرودونکی وایي: “د کتاب ښار چې غوره کتابونه یې درلودل، اوس یې خپل ټول کتابونه ټول کړي تر څو ستونزه ورته جوړه نه شي.”

شاعر او لیکوال درویش عالمي له مزارشریف ښار څخه د آماج خبریال ته وویل: “د طالبانو له راتګ سره یې خپل کتابونه سیند ته وغورځول، تر څو ستونزه ورته جوړه نه شي.”

نوموړي په دوام کې زیاته کړې؛ چې د طالبانو له راتګ وړاندې د کتابونو، نشریو او چاپ‌خونو ښه بازار درلود، خلکو د کتاب له پېرولو او لوستلو سره لیوالتیا درلوده؛ خو له هېواد څخه د لوستي قشر له تېښتې سره، د کتاب لوستلو کلتور په بشپړه بڼه له منځه ولاړ.

د نوموړي په وینا؛ په مزارشریف ښار کې کتاب پلورنځي په ډېره کمه بیه لیلام ته اېښودل کېږي.

له بغلان ولایت څخه شاعر او لیکوال ولي صمدي څرګندوي چې: “چې د طالبانو له راتګ وروسته هېڅوک کتاب نه اخلي او کتاب پلورنځي حتا ورځ کې درې پېرودونکي هم نه لري.”

دا په داسې جال کې ده؛ چې طالبان په دې باور دي چې ګډ درسي سیستم د شریعت له تګ لارې سره خلاف دی او د پوهنتونونو درسونو له پیل سره یې؛ د ټولګیو بېلولو او “طالباني حجاب” په ګډون د زدکړیالانو لپازه ډېر قوانین وړاندې کړي.

زدکړیالان هم وایي؛ چې له منځه یې د لوستلو او زده‌کولو انګېزه لرې شوې.

د دې سربېره؛ د نړۍ هېوادونو د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او درس لارو چارو برابرولو او حق ورکولو په ګډون یو شمېر مخ شرطونه هم وړاندې کړي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ