د تښتېدلي ولسمشر د ورور خبرو غبرګونونه راوپارول؛ «ښاغلی احمدزی ؛ کچالو پلورل عزت لري، مګر وطن او خلک پلورل نه»

لخوا Aamaj News

د افغانستان تښتېدلي ولسمشر اشرف غني احمدزي ورور حشمت غني احمدزي له افغانستان انټرنشنل ټلویزیون سره په خپله نوې مرکه کې ویلي؛ چې ټولو خبریالانو د پخواني دولت ضد کار کړلو.

نوموړي پر خبریالانو له لفظي برید سره وویل: «نن مو څه وکړل؟ ټول کچالو پلورونکي یا کډوال شوی.»

د نوموړي خبرې د خبریالانو او ورځپاڼه لیکونکو د غبرګونونو له څپو سره مخ شوې.

خبریال باعث حیات وایي؛ چې کچالو پلورل عزت لري، خو ناموس پلورل، وطن پلورل، ارزښت پلورل او خلک پلورل یې نه لري.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي: «نه غواړم دې ته کتنه وکړم چې څه وشول. خو په سترګو ننوتل هم خپل حد لري.»

د افغانستان پېژندل شوی خبریال او طنز لیکونکی طارق عظیم د حشمت غني احمدزي د یادو خبرو په غبرګون کې وایي؛ چې د کچالو پلورونکي او وطن پلورونکي عزت او حرمت اصلاً د پرتلې وړ نه دی.

نوموړي لیکلي: «ډېرو کچالو وپلورل خو وطندیې ونه پلورلو؛ زه ویاړلی کچالو پلورونکی یم.»

خبریاله فرحناز فروتن وایي؛ چې غني وطن پلورونکی او حشمت غني د طالب له وېرې په لومړۍ ورځ خپله لونګۍ پر سر کړه.

نوموړې لیکلي: « کچالو پلورونکی عزت لري یا اشرف غني؟»

فروتن زیاتوي: «څومره سپک او بې شرمه دي دا خلک چې تر اوسه پر خلکو برید کړي.»

یو بل خبریال کریم امیني لیکلي چې حشمت غني هرکله چې د خبریالانو پوښتنو ته بې ځوابه کېږي، په چیغو او ښکنځلو پیل کړي.

امیني زیاتوي: «ماشاءالله ډېر تربیه او ادب لرونکی کس دی.»

د افغانستان رسنیزې ټولنې یو بل خبریال رفیع الدین د حشمت غني احمدزي د خبرو په غبرګون کې لیکلي: «د اشرف غني ورور چې کله وایي خبریالان کچالو پلورونکي دي، باید لومړی ځان سره په ذهن کې لومړی دا ووایي چې هغه ستا بې عقل ورور د دې لامل شو تر څو خبریالان کچالو پلورونکي شي.»

نوموړی زیاتوي؛ چې کچالو پلورل عیب نه دی تېښته او د ملت له پیسو غلا عیب ده او «بې عقله».

روځپاڼه لیکونکي قاسم اخضراتي هم غبرګون ښودلی. نوموړي لیکلي: «له اشرف غني چې تېر شو اوس حشمت غني ډګر نیولی. چپ او راست برید کړي، هغه هم پر خبریالانو. خبریالي جرم نه ده. خبریال وطن پلورونکی او خاین نه دی. هیله ده لږ اخلاق غو منطق ولرئ.»

د هېواد بل خبریال میلاد سیر وایي: «حشمت غني جدي مه نیسئ؛ د اګېسټ ۱۵مې ژړاوې یې د خبریالانو په یاد دي، خبریالانو ته یې زارۍ کړې چې موټر مې یې بوتلو هیله ده یو خط خبر یې ولیکئ.»

د میلاد سیر په وینا کچالو پلورل میلیونونه ځلې تر خاورې پلورلو او له بیت المال څخه تر غلا ښه کار دی. «زه با عزته کچالو پلرونکی یم؛ وطن پلورونکی نه یم.»

ورځپاڼه لیکونکي محمد یاسین صمیم هم په غبرګون کې ویلي؛ که د اشرف غني او ورور پر ځای یې بل څوک وی، اوس به په رواني ناروغۍ اخته وو، خو عالي جنابان د خپلو «ننګینو» کړنو لع امله د بښنې غوښتلو پر ځای، داسې را څرګندېږي ګواکي ټول ملت له دوی څخه پوروړی دی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «ښاغلی حشمت غني احمدزی، شرم هم ښه شی دی.»

یو بل خبریال هادي سحر وایي؛ چې حشمت غني احمدزی یې هم د ورور په څېر یو احساساتي، عصبي او بد ژبی کس دی.

نوموړي د خبریالانو د کډوالېدو په اړه د حشمت غني د خبرو په غبرګون کې لیکلي: «زما په ګډون ډېر خبریالان شته چې نه کډوال شوي او نه هم کچالو پلورونکي، بلکې لا هم د نوموړي د ورور اشرف غني احمدزي د خیانت په تړاو هېواد کې خبر رسونه کړي.» د نوموړي په وینا؛ نه کډوال کېدل کېدل جرم دی او نه هم کچالو پلورونکی کېدل، سړی باید وطن پلورونکی ونه اوسي.

د تښتېدلي ولسمشر ورور حشمت غني احمدزي په داسې حال کې دا خبرې پر خوله راوړې دي؛ چې د اشرف غني تېښتې د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو ژوند تباه او تیاره راتلونکی ته یې برابر کړل. خو پوهان وایي؛ چې اشرف غني یې د ورور په څېر عصبي دی او نه باید له دوی شکایت وشي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ