محب: صالح د جګړې د وضعیت په اړه اشرف غني ته ناسم او له حقیقت لرې مالومات ورکول

لخوا Aamaj News

یوه اونۍ له هغې وروسته چې د ملي امنیت پخواني سلاکار، حمدالله محب رسنۍ د طالبانو په لاس د افغانستان د نظام د سقوط اصلي لامل وبللې، اوس یې یوه مرکه کې ویلي؛ چې امرالله صالح د هېواد جګړې په اړه اشرف غني ته ناسم مالومات ورکول.

محب له بي‌بي‌سي سره په خپله نوې مرکه کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان تښتېدلي ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره، له خپلو اختلافونو پرده پورته کړې نوموړی یې تورن کړی؛ چې اشرف غني ته یې د جګړه‌ییز وضعیت په اړه ناسمې مشورې او مالومات ورکول.

نوموړي په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي.

نوموړي په دې مرکه کې ویلي: «هرڅه چې زما د ناکامۍ په اړه وي بشپړ مسوولیت یې اخلم او له امله یې بښنه غواړم. هیله هر هغه څوک چې مسوولیت یې درلود راشي او توضیح ورکړي.»

محب زیاته کړې چې د افغانستان خلک «احساساتي» او «خواشیني» دي، خو که د افغانستان د ولسمشر د لید له زاویې ورته وکتل شي، دوه اونۍ جګړې له زیاتې بدبختۍ پرته، بل درد نه درمنله کولو.

د ملي امنیت پخواني سلاکار په دوام کې زیاته کړې؛ چې هیله لري ټول هغه کسان چې د افغانستان پخواني حکومت په سقوط کې ښکېل وو، راشي او توضیح ورکړي.

له دې وړاندې نوموړي د آکسفورډ ټولنې په یوه جنجالي وینا کې رسنۍ د نظام پرځېدو لامل بللې وې او په ځانګړي ډول یې د «طلوع‌نیوز» نوم اخیستی و.

د یادونې وړه؛ چې عربي متحده اماراتو ته د اشرف غني او حمدالله محب له تېښتې وروسته افغانستان د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

اړوند لیکنې