په کره ډول دوه کاله وړاندې ټاکنو بد بوی د افغانستان سیاسي او ټولنیزه فضا کړکېچنه کړه او د ۲۰۱۹م کال ټاکنې هم د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸م کال د پارلماني ټاکنو په څېر د درغلیو له پراخو تورونو سره مخ شوې.
د ورته والي له اړخه د افغانستان ۲۰۱۹م کال ټاکنې د ۲۰۱۴م کال له ټاکنو سره ورته وې، په دې توپیر سره چې هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د (پادشاه کوونکي) رول ولوبولو خو دا ځل مایک پمپیو او زلمی خلیل زاد له ظاهراً ټاکنو وروسته د حکومت جوړونکي وپېژندل شول.
خو د بهرنیو عاملونو ترڅنګه د ۲۰۱۹م کال ټاکنو په کور دننه هېواد کې هم د ډموکراسۍ پر تابوت مېخ ووهلو او خلک یې خورا خواشینې او له درغلیو ډکو ټاکنو له امله توکمیزې فاصلې تر پخوا ډېرې شوې.
د ۲۰۱۴م کال په خلاف، غني او عبدالله هغه هوکړې په خلاف چې سپیدار او د واک شراکت دي له ځان سره ولري او (ملي یوالي) ته ورته حکومت ته دې غاړه کېږدي، د ټاکنو له میاشتو جنجالونو وروسته د دېوال دوه اړخونو ته یې د قسم کړلو پروګرامونه ونیول.
د قسم کړلو هغه پروګرامونه چې سیاسي او توکمیزو شخړو ته یې لا ډېره لمن ووهله. تر دې چې یو ځل بیا د امریکایانو په منځګړیتوب ۲۰۱۴م کال ته ورته جوړښت په افغانستان کې رامنځته شو او عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا د څوکۍ ترلاسه کولو، سپېدار مانۍ ساتلو او څو نورو امتیازونو سره آرام کښېناست.
امریکایانو عبدالله ته ویلي و؛ چې د ۲۰۱۹م کال له ټاکنو وروسته د حکومت عمر کم دی او ډېر ژر به په دوحه کې د سولې د هوکړې پر بنسټ، د طالبانو په ګډون د ټول ګډونه حکومت جوړ شي.
خو د محمد اشرف غني لخوا د هوکړې نه منلو، دا بهیر اوږد او ستړی کوونکی کړ، تر دې چې د اګېسټ په ۱۵مه طالبان د کابل دروازو ته راورسېدل، اشرف غني ابوظبۍ ته وتښتېد او عبدالله هم په کورني بند کې پاتې شو.
البته څنګه چې تمه وه، نه غني وايي چې تښتېدلی او نه هم عبدالله دا مني چې په کورني بند کې دی. خو ریښتیا همدا دي.
په هر حال؛ د وخت له تېرېدو سره له درغلیو څخه ډکو ټاکنو هېواد له داسې وضعیت سره مخ کړ چې هېچا یې فکر نه کړ. محمد اشرف غني د درېدلو او له قانون څخه د دفاع پر قسم عمل ونه کړ او وتښتېد او عبدالله عبدالله هم د خلکو له رایې څخه د دفاع پر قسم ونه درېد او په کور کښېناست. په پایله کې دا ځوان پوځیان وو، چې د قسمونو لګښتونه یې پرې کړل، ووژل شول، ټپیان شول، سپک شول او یا هم وتښتېدل.