طالبان: متحده عربي اماراتو د محمد اشرف غني پر سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګولي

لخوا Aamaj News

د طالبانو مرستیال ویاند؛ احمدالله وثیق په یو ټویټ کې لیکلي؛ متحده عربي اماراتو د محمد اشرف غني او د نوموړي د حکومت هغه پخوانیو چارواکو پر سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګولي، چې په دوبۍ او د یاد هېواد نورو ښارونو کې مېشت دي.

د نوموړي په وینا، د اشرف غني سربېره، دا بندیزونه د جمعیت اسلامي حزب د نور څانګې مشر؛ عطا محمد نور او د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار، حمد الله محب باندې هم لګېدلي.

د متحده عربي اماراتو چارواکو؛ تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ