نبیل: حشمت غني د آی‌اِس‌آی له چارواکو سره افغانستان ته د اشرف غني د راتګ په اړه خبرې کړي

لخوا Aamaj News

د هیواد د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني ورور، حشمت غني افغانستان ته د اشرف غني د راتګ په اړه ورسره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې حشمت غني په پاکستان کې د آی‌اِس‌آی له چارواکو سره لیدلي چې د طالبانو د حکومت د سلاکار په توګه د اشرف غني د راستنېدو په اړه خبرې وکړي.

د ملي امنیت پخواني رییس ویلي، چې په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو او د کنګل شويو پیسو په خوشې کولو کې د اشرف غني د اغېزمنتیا په اړه هم خبرې شوې او تر یوه حده مثبتو پيلو ته هم رسېدلي دې.

نبیل وايې، چې تر اوسه په دې اړه د طالبانو هوکړه نه ده معلومه.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د تیر کال د اګست په ۱۵ نیټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته له افغانستانه وتښتید او متحده عربي اماراتو ته ډ پناه اخيستلو لپاره ولاړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ