افضلي: د نړۍ یو له فاسدو رهبرانو، غني د یو بهرني سفر لګښت ۳۰ میلیونه افغانۍ شوی و

لخوا Aamaj News

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو پخواني استازي میر حیدر افضلي نن “یکشنبه، د جدی ۱۲ مه” د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي، چې غني د ړړۍ یو له مفسدو او عوام فریبه رهبرانو څخه دی.

دوام کې افضلي زیاته کړې؛ له دې سره چې نوموړی د یو بېوزله هېواد ولسمشر و؛ خو د یو بهرني سفر لګښت یې ۳۵۰ زره امریکایي ډالر و، چې له ۳۰ میلیون افغانیو سره سمون خوري.

دا خبرې په داسې حال کې ویل کېږي؛ چې له هېواد څخه د غني له تېښتې وروسته، پر نوموړي د ۱۶۹ میلیون امریکایي ډالرو د وړلو تورونه هم شتون لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ