د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ چې په منځني ډول هره اونۍ یوازې له پاکستان څخه آلمان د افغانستان ۲۰۰ ښاریان لېږدول کېږي.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت د فونکه ډلې د ورځپاڼو پوښتنې په ځواب کې ویلي: «په منځني ډول هره اونۍ له پاکستان څخه آلمان ته د افغانستان ۲۰۰ښاریان لېږدول کېږي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو پر بنسټ؛ د یاد هېواد قونسلګرۍ توانېدلې دي، چې واک ته د طالبان له رسېدو را په دېخوا ۱۸ زره هغه پخوانیو سیمهییزو کارکوونکو او کسانو ته ویزې صادرې کړي چې چې خطر کې وو او د آلمان د قبولۍ ژمنه یې ترلاسه کړې وه.
یاد وزارت زیاته کړې؛ چې له ایران څخه هم د ښاریانو د لېږد بهیر په منظم ډول ترسره کېږي.
د یاد راپور پر بنسټ؛ یوازې د روان میلادي کال له پیل را په دېخوا له پاسپورټ پرته او د ځمکې له لارې او بیا تر آلمان د رسېدو لپاره د افغانستان له ۵۰۰۰ ښاریانو ملاتړ شوی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې آلمان هېواد تل د افغانستان هغه ښاریانو د لېږد بهیر د ضعیف والي له امله له نیوکو سره مخ شوی، چې په خطر کې دي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، بېوزلي او د کار نشتون د دې لامل شوي چې افغان ښاریان له قانوني او ناقانونه لارو څخه له افغانستان بهر شي.
2 تبصرې
Dieses Buch kann einen gro?en Unterschied darin machen, wie wir miteinander, mit uns selbst und mit den gro?en Freuden der Welt umgehen
This is my first time pay a quick visit at here and i am really happy to read everthing at one place