د آلمان بهرنیو چارو وزیره: طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه پټ کړي

لخوا Aamaj News

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بربوک د افغانستان یو شمېر اوسېدونکو سره په ناسته کې ویلي؛ چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو آزادۍ پټې کړې دي.

نوموړې په یاده ناسته کې له یو شمېر هغه افغان وګړو سره په خبرو کې چې له سقوط وروسته آلمان ته لېږدول شوي؛ زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان خلکو تر څنګ ولاړ او سختو شرایطو کې یې ملاتړ کړي.

د آلمان بهرنیو چارو وزیره ټینګار کړي چې هڅه کړي د هغه کسانو لپاره یو څه ترسره کړي چې لا هم په خطر کې دي.

نوموړې زیاته کړې؛ ډېری افغانان چې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، دنده، هیلې او کورنۍ یې له لاسه ورکړې دي.

د آلمان بهرنیو چارو وزیرې څرګنده کړې؛ چې میلیونونه ماشومان، ښځې او نارینه د خوړو لپاره بسیا خواړه نه لري.

نوموړې ټینګار کړی چې راتلونکو میاشتو او اونیو کې به د افغانستان خلکو د مرستې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي؛ خو دا د طالبانو په رسمیت پېژندلو په مانا نه ده.

نوموړې ویلي چې نږدې ۳۰۰ زره افغانان په آلمان کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د آلماني رسنیو د راپور له مخې، د تېر کال له اګېسټ میاشتې راپدېخوا نږدې ۲۱ زره او ۴۰۰ سوه کسان آلمان ته لېږدول شوي چې له دې ډلې ۱۶ زره او ۸۰۰ کسان د آلماني پوځیانو سیمه‌ییز همکاران او کورنۍ یې دي.

بل پلو د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ چې په منځني ډول هره اونۍ د افغانستان ۲۰۰ اوسېدونکي له پاکستان څخه آلمان ته لېږدول کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ