په آلمان کې دوه افغاني الاصله وروڼه د خپلې خور په وژلو تورن شول

لخوا Aamaj News

اې بي سي نیوز راپور ورکړی؛ چې سه شنبه ورځ، دوه افغان وروڼه د روان میلادي کال جولای میاشت کې د خپلې خور د وژلو له امله د قاضیانو له لوری په قتل تورن شول.

ویل کېږي دې دوه وروڼو غوښتل؛ چې خپلې خور ته د ژوند د غربي بڼې له امله سزا ورکړي، چې د دوی له سنتي عقایدو، شرافت، اخلاقو او له ښځو څخه د دوی له انځور سره یې سمون نه درلود.

دا دوه کسان چې ۲۲ او ۲۶ کاله عمر لري، د آلمان د خصوصي حریم د ساتنې قانون له مخې د “سید ح” او “سید ح” په نومونو معرفي شوي.

پر دوی تور پورې دی چې د جنوري میاشتې په ۱۳ مه نېټه یې خپله ۳۶ کلنه خور په دروغو سره آرام ځای ته بولې او وروسته یې زندۍ کړې او بیا یې ستونی پرې غوڅ کړی.

قاضیانو پر دوی دواړو تور پورې کړی، چې د هماغه ورځې په آخر کې، دغه دوه وروڼو مړی د ټکسي په وسیله د رېلګاډي تم ځای ته وړی او بیا یې د رېلګاډي په وسیله باواریا ته د خپل مشر ورور د کور نږدې سیمې ته وړی او هلته یې خښه کړې ده.

دا دوه وروڼه د اګېسټ له درېیمې نېټې څخه په بندخونه کې دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ