د افغانستان په رسنیو باندې د طالبانو نوي مقررات؛ آلمان: دا کړنې په دې هېواد کې د بیان آزادي کمزورې کوي

لخوا Aamaj News

آلمان د په افغانستان کې د ټلویزیونونو د خپرونو د سانسور په اړه د طالبانو نويو اصولو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دا کړنه له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنې خلاف ده.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ؛ افغانستان کې د ټلویزیوني خپرونو د سانسور په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې دا طالبانو کړنه د دوی له رهبرانو له ژمنو سره خلاف او د یاد وضعیت دوام؛ په هېواد کې د ببان ازادي د کمزوۍ له خطر سره مخ کوي.

په ورته وخت کې د آلمان بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته څرګنده کړې؛ چې د دوی دا کړنه د باور زیاتولو لپاره مناسبه نه ده او زیاته کړې یې ده؛ چې طالبان به د دوی له کړنو قضاوت شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي و، چې پر افغانستان باندې د طالبانو له واک راپدیخوا د بیان آزادۍ او اطلاع رسولو لاسته راوړنې په بشپړ ډول له منځه تللي دي او یا هم له جدي ګواښونو سره مخ دي.

طالبانو په خپل وروستي اته ماده ییز دستور کې، د افغانستان ټلویزیونونو مدیر مسؤولانو ته ویلي چې د هغه سریالونو چې ښځو پکې رول لوبولی وي، د کمیډي خپرونو له خپرولو چې د حکومت کمۍ ښکاروي؛ مخنیوی وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ