جرمني له خپلو اتباعو غوښتي چې له افغانستانه ووځي

لخوا Aamaj News

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې ترهګري او تښتونې زیاتې شوي او له خپلو اتباعو یې غوښتي چې له افغانستانه ووځي.

جرمني خپلو اتباعو ته ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا جدي دی او د دغه هېواد اتباع لا له وړاندې له دې وضعیت څخه اغېزمن شوي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د تړل‌کېدو له امله په افغانستان کې د سیمه‌ییزو قونسلګریو ملاتړ ممکن نه دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د کابل په ګډون ټول افغانستان کې آلمانیانو له لوړ خطر سره مخامخ دي.»

دغه وزارت ټینګار کړی چې جنایتکارې ډلې د خپلو بریدونو او تښتونو لپاره بهرنیان په نښه کوي او دا چې په افغانستان کې هیڅ خوندي ځای نشته.

دغه وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي ځکه له دغه هېواده د وتلو شرایط ستونزمن دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی: «که څه هم د کابل نړیوال هوايي ډګر په عمومي ډول خلاص دی؛ خو له دغه هوايي ډګر څخه الوتنې ډېرې محدودې دي او دغه هوايي ډګر په تېرو وختونو کې د ترهګریز برید هدف ګرځیدلی وو.»

په اعلاميه کې دا هم راغلي چې الماني اتباع دې د هغو ودانيو په وړاندې چې د طالبانو او ديني‌مدرسو له‌خوا کارول کېږي، ډډه وکړي.

په یوه بیان کې د آلمان اتباعو ته لارښوونه شوې چې: «په هیڅ عنوان په ناامنه ځایونو کې شپې مه تیروئ. خپلې پیسې، شناختي کارډ، د موټر چلولو جواز او نور مهم اسناد خوندي وساتئ. د ناپیژندل شویو بریښنالیکونو، د انعام اعلانونو، وړاندیزونو، او د نامعلومو خلکو څخه د مرستې غوښتنې په اړه شکمن اوسئ. د خپل ځان په اړه هیڅ معلومات مه شریکوئ.»

خپلو اتباعو ته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت خبرداری په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره د بهرنیو اتباعو د تښتولو او یرغمل‌نیولو پېښې زیاتې شوي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Preis für carvedilol in München November 20, 2023 - 9:53 pm

I am sure this article has touched all the internet
visitors, its really really good post on building
up new webpage.

ځواب

یو نظر پریږدئ