د راپورونو پر بنسټ، د آلمان دولت خبر ورکړی دی، چې د دې هېواد د ګازو زېرمې د پام وړ حد ته رسېدلې دي او په دې اړه اندېښنې لرې شوې دي.
یورور نیوز تېره ورځ (جمعه) د آلمان اقتصاد وزارت څخه په نقل قول راپور ورکړی چې د دې هېواد د ګازو زېرمې د ۹۵ سلنه حد څخه لوړې شوې دي او ۹۵.۱۴ سلنه ته رسېدلې دي.
د آلمان اقتصاد وزارت په بیانیه کې راغلي: «د نورد استریم ۱ له لارې د وارداتو د بندیدو سربېره، زېرمې یې د تمه له حد څخه ژر پوره شوې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د نښتو له پیل سره، اروپا د انرژۍ له سخت کړکېچ سره مخ شوې ده.