اندونیزیا له امریکا څخه وغوښتل چې په غزه کې د ظلمونو د بندولو لپاره لا زیات کار وکړي

لخوا Aamaj News

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو امریکا ته د خپل سفر او په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال جوبایډن سره د کتنې پر مهال ویلي چې دوی باید «په غزه کې د ظلم د بندولو» لپاره ډېر کار وکړي.

ویدودو هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «اندونیزیا هیله لري چې له امریکا سره زموږ ملګرتیا د سیمې او نړۍ د سولې او سوکالۍ په برخه کې مرسته وکړي او له همدې امله اندونیزیا امریکا ته بلنه ورکوي چې په غزه کې د ظلمونو د بندولو لپاره لا زیات کار وکړي.»

بایډن د خپلو خبرو په دوام کې ویلي دي چې هغه به دوه اړخیزې اړیکې د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته لوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په اوومه په اسرائيلو باندې د حماس د بريد له پيله تر اوسه پورې په غزه کې د څه دپاسه ٤٥٠٠ تنو ماشومانو په ګډون له ١١٠٠٠ څخه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ