نن د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د خطابې سیمه کې یو لوی جومات د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه جومات چې د سیمې د یوه مخور “حاجي عمر کوچي” لخوا په شخصي لګښت په پاخه او اساسي توګه رغول شوی، نن یې په پرانیست غونډه کې د پکتیا مرستیال والي ښاغلي “شیخ عزیزالرحمان منصور”، د اطلاعاتو فرهنګ رئیس “خالقیار احمدزي ” او د سیمې ګڼو مخورو شتون درلوده.
غونډه کې مرستیال والي د جومات په ارزښت وینا وکړه او د سیمې له خلکو یې وغوښتل چې باید د اتفاق او یووالي ته د پاملرنې ترڅنګ د مقدسو اماکنو ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.
د اطلاعاتو فرهنګ رئیس بیا د خپلو خبرو پرمهال د یاد جومات جوړونه یو ارزښتناک او مهم ګام یاد کړ او په خپله تفصیلي وینا کې یې د سیمې خلک ،علماء او ځوانان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
د سیمې خلکو هم ژمنه وکړه چې هڅه به کوي د جوماتونو د آبادي ترڅنګ د علمي مراکزو جوړونې ته هم پاملرنه وکړي ،څو ځوان نسل مو په علمي زیور سنبال شي.