د ګالوپ نظرپوښتنه: د افغانستان ۹۸ سلنه وګړي کړیږي؛ طالبان: حقیقت نه لري

لخوا Aamaj News

«ګالوپ» څېړنیز بنسټ وايي، تېر کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانانو کړاو اوج ته رسېدلی او د افغانستان ۹۸ سلنه وګړي کړیږي. د طالبانو د ویاند مرستیال، بلال کریمي د دغه انسټیټیوټ موندنې له حقیقته لرې بولي.

د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي: «د ګالوپ امریکايي سازمان وروستۍ ادعا صحت نه لري.»

د طالبانو مرستیال ویاند جمعه (لېندۍ ۱۱مه) په یو ټویټ کې په اسلامي نظام کې د خلکو د حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او زیاته کړې ده چې اوس مهال د ټولو وګړو حقونه د «شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

کریمي زیاته کړې چې د دوی له بیا واکمن کېدو سره «امنیت ټینګ شوی او د رشوت، غلا او زور مخنیوی شوی.»

نوموړي وويل: «دا واقعيت دى چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون پر مهال له افغانانو ټول حقونه اخيستل شوي و او افغانان په بشپړ وحشت او کړاو کې وو.»

د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې د امریکایانو د محاسبې له مخې په هره ثانیه کې لږ تر لږه «یو لک او اتیا زره ډالر د هغوی د وژلو لپاره» مصرفېدل.

د طالبانو دا غبرګون په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د «ګالوپ» په نامه یو امریکايي څېړنیز بنسټ اعلان کړی و چې د افغانستان د وګړو کړاو تېر کال د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خپل اوج ته رسېدلی او وروستۍ څېړنې ښيي چې د دغه هېواد د خلکو ژوند اوس «ډېر خراب» شوی دی.

همدا راز دغه بنسټ زیاته کړې چې د افغانستان وګړو د خپلې راتلونکې د ښه کېدو هیله له لاسه ورکړې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ