د ګالوپ سروې: افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور تر ټولو امن هېواد دی

لخوا Aamaj News

د ګالوپ څېړنیز بنسټ د یوې سروې له مخې، افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد بلل شوی دی.

د دغه سازمان د سروې د پایلې له مخې، چې نن (چهارشنبه د لړم ۴مه) خپره شوې، په ۲۰۲۱ کال کې سنګاپور د ۹۶ امتیازونو سره تر ټولو امن او افغانستان د ۵۱ نمرو په لرلو سره تر ټولو نا امن هېواد بلل شوی دی.

ګالوپ زیاته کړې چې په ۲۰۲۰ کال کې په هیڅ یو هېواد کې د کرونا پانډیمۍ لکبله سروې نه ده شوې، خو په تېرو کلونو کې سنګاپور نږدې هر کال تر ټولو لوړې نمرې درلودې او افغانستان په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې تر ټولو ټیټ امتیاز تر لاسه کړی.

ګالوپ یادونه کړې چې په ٢٠٢١ کې د یاد بنسټ سروې په افغانستان کې هغه مهال ترسره شوې چې طالبانو د اګست په میاشت کې د ټول افغانستان کنټرول ترلاسه کړ.

دغې ادارې په دې سروې کې د نړۍ له خلکو پوښتلي چې آیا پر خپلو محلي پولیسو باور لري، ایا په خپلو سیمو کې ځان خوندي احساسوي او په تېر کال کې د غلا یا برید قرباني شوي؟

اړوند لیکنې

1 تبصره

зарубежные сериалы в хорошем HD качестве March 24, 2024 - 10:05 pm

I was able to find good info from your blog posts.

ځواب

یو نظر پریږدئ