ګیلاني ټي آر ټي ته: طالبان دې د په رسمیت پېژندلو لپاره ګامونه پورته کړي

لخوا Aamaj News

د جمهوریت دورې د مرکچې پلاوي غړې فاطمه ګیلاني ددترکیې له ټي آر ټي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وایي؛ د دې وخت دی چې طالبان د نړیوالې ټولنې لخوا د ځان په رسمیت پې ژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او په هغه څه عملي کړي چې ژکنه یې کړې ده.

ګیلاني زیاته کړې: «نړیواله ټولنه باید د افغانستان هر وګړي سترګو ته وګوري. که د افغانستان خلک دا حکومت، د خپلو حکومتدپه توګه په رسمیت وپېژني، بیا نو نړۍ باید دا حکومت په رسمیت وپېژني.»

نوموړې په هېواد کې بد وضعیت څخه په اندېښنې سره وویل چې افغانستان کې لا تراوسه ریښتینې سوله او ثبلت نه دي تامین شوي.

فاطمې ګیلاني څرګنده کړې؛ چې د افغانستان ټول خلک د جګړې د پای او سولې غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په یو ټویټ کې لیکلي و، چې افغانستان کې د حکومتوالۍ د څرنګوالي لپاره باید د دې هېواد د ښځو او نارینه په ګډون د ټولو غږ واورېدل شي. د نوموړي په وینا؛ دا د ثبات او ټول ګډون توب کلۍ ده. نېکلاسون د هغه خبرو اترو غوښتونکی شوی چې ښځې هم پکې ګډون ولري.

دا ټول په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو واکمنۍ څخه په اوو میاشتو له تېرېدو سره تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ د هېوادونو یو شرط د ټولو توکمونو په ګډون د ټول ګډونه حکومت جوړول دي، خو طالبان وایي چې د دوی حکومت ټول ګډونه دی.

له دې وړاندې فاطمې ګیلاني د آنتالیا د ډیپلوماسۍ په مجمع کې ویلي وو؛ چې افغان مېرمنې بې له هېڅ ډول نژادي او تبعضي لید څخه غواړي د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړې همداشان ویلي و، چې خلک نور د جګړې حوصله نه لري او له جګړې ستړي دي.

نوموړې د آنتالیا د ډیپلوماسۍ مجمع کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د خبرو په تایید سره زیاته کړې وه، چې د افغانستان اوسني واکمنان طالبان دي او نه باید تېر وخت وګورو چې چا جنایت وکړ او چا خیانت.

ګیلاني څرګنده کړې وه: « موږ باید هیله مند ووسو. نور وخت نه لرو چې د پخوانیو ستونزو په اړه خبرې وکړو. زه له ښاغلي متقي سره موافقه یم چې اوس افغانستان له یو لاس څخه اداره کېږي. د حل لارې کلۍ د افغانستان اوسني دولت په لاس کې ده.»

د فاطمې ګیلاني خبرې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ