د «جی ۷» غړي هیوادونه او د اروپايي اتحادیې لوړپوړی استازی: پر افغان میرمنو لګول شوی بندیزونه دي لرې کړل شي

لخوا Aamaj News

د «جی ۷» هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې جګپوړی استازی پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو د لیرې کولو غوښتونکي شوو.

دوی نن (جمعه، د غوايي۲۳مه) د یوې بیانيې په خپرولو ویلي: «موږ د اروپايي ټولنې د عالي استازي په ګډون د امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کي د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادۍ پر لګول شوی بندیزونو خپل سخت مخالفت او خواشیني څرګندوو.»

دوی زیاته کړې: «موږ د افغانستان د خلکو د مساوي حقونو د دوی غوښتني لپاره د طالبانو د ژمنو  او نړیوالو قوانینو ته د افغانستان د ژمنې سره سم، د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو.»

دغې ډلې او د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې چې پر بنسټ یې د هغو ښځو چي دوی يې بدحجابه بولی سرپرست ته سزا ورکول کيږي غندلې ده.

په بیانیه کې همداراز ویل شوي چې طالبان په دغه حرکت سره نور هم له نړیوالې ټولنې ځان ګوښه کوي.

د یادوني وړ ده چې د دې اونۍ په پیل کې، طالبانو د ښځو او نجونو د حجاب په اړه د کړنلارې په خپرولو ټینګار کړی چې د بې حجابو ښځو سرپرستان به ونیول شي او مجازات به وشي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو دې پرېکړې په ملي او نړیواله کچه ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ