د ازادۍ جبهه: په بغلان کې ۱۱ طالبان زموږ د چریکي برید کوونکو سره په نښته‌ کې وژل شوي او ټپیان شوي دي

لخوا Aamaj News

ازادۍ جبهه په یو خبرلیک کې ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بغلان ولایت د خوست او فرنګ په ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندي د دې جبهې د چریکیانو په ځوابي برید کې اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي او وروسته د ولسوالۍ مرکز ته پر شاتګ ته اړ شوي دي.

د ازادۍ جبهې زیاته کړې چې په ځوابي برید کې د دې جبهې چریکیانو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې. خبرلیک وایي چې د نښتې پر مهال د طالبانو چورلکي هم په سیمه کې ګزمه کول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی. د یادوني وړ ده چي په پنجشېر او اندراب کي هم د طالبانو او مقاومت کوونکو ترمنځ جګړه روانه ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ