په افغانستان کې د فرانسې سفیر، ډیویډ مارتینو وايي چې د سولې د عالي شورا له پخواني رییس، عبدالله عبدالله سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د فرانسې سفیر نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۱مه) په یو ټویټ کې لیکلي چې د دغه لیدني تمرکز د طالبانو د رژیم تر واک لاندې د افغانستان پر وضعیت او د دغه هېواد د خلکو پر لیدلورو بحث و.
عبدالله عبدالله اوس له هیواد نه بهر کې ژوند کوي. طالبانو له میاشتونو وروسته عبدالله ته اجازه ورکړه چې له کابله ووځي.